لغمان؛ د حسين آباد ټېپ بال کرېکټ ټورنمنټ د شاهين ملنگ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۰:۲۵
لغمان؛ د حسين آباد ټېپ بال کرېکټ ټورنمنټ د شاهين ملنگ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ او د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د قرغيو ولسوالۍ په حسين آباد کلي کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ ټورنمنټ د شاهين ملنگ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.

د‌ يادو سياليو پايلوبه د شاهين ملنگ او مزمل لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه مزمل لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۸ اورونو کې يې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۳۸ منډو هدف کېښود، په ځواب کې شاهين ملنگ لوبډلې ياد هدف په ۸م اور کې ترلاسه کړ او لوبه يې د ۹ ویکټو په توپير وگټله.

د يادو سياليو موخه د غوره لوبغاړو موندل و، چې شاوخوا ۴۵ ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۹:۵۱
Background image

#عکسونه

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې دویمه ورځ هم په پوره روڼتیا او ډاډمنه فضأ کې پای ته ورسېده.

د دغو سیالیو لیدو ته د هېواد له ګوټ- ګوټ څخه زرګونه مینوال راغلی و او لوبې یې له نږدې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۹:۵۰
Background image

د دودیزې غیږ نیونې بین المللي سیالۍ، دویمه ورځ.

د نندارچیانو شمېر له زرګونو اوښتی، د ٢٥٠٠ کسیز جمنازیوم تر څنګ یو بل جمنازیوم هم له نندارچیانو د ډکېدو په حال کې دی، چې نندارچیان دا لوبې د لوی نصب شوي سکرین په پرده ګوري. د نندارچیانو. . .

BACK TO NEWS