ننگرهار کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۰:۲۲
ننگرهار کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د ووشو فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز جلال اباد ښار په شپږمه ناحیه کې ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو استعداد موندنې سيالۍ وشوې.

په يادو سياليو کې پر ننگرهار ولايت سربيره له لغمان ولايت څخه ورزشکارانو گډون کړی وو، چې په پايله کې يې ۵۰ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې او همدارنگه ننگرهار ورزشکارانو د زياتو برياوو په خپلولو سره لومړی مقام ترلاسه کړ.

دا سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوريو کې ترسره شوې او يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۰:۲۵
Background image

لغمان؛ د حسين آباد ټېپ بال کرېکټ ټورنمنټ د شاهين ملنگ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ او د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د قرغيو ولسوالۍ په حسين آباد کلي کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ ټورنمنټ د شاهين. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۰:۲۳
Background image

ننگرهار: سيد احمد خېل لوبډلې د کوټ ولسوالۍ د واليبال سياليو اتلولي وگټله

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کوټ ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د سيد احمد خېل لوبډلې په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۰:۲۲
Background image

ننگرهار کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د ووشو فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز جلال اباد ښار په شپږمه ناحیه کې ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو استعداد موندنې سيالۍ وشوې.

. . .

BACK TO NEWS