ننگرهار کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د ووشو فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز جلال اباد ښار په شپږمه ناحیه کې ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو استعداد موندنې سيالۍ وشوې.
په يادو سياليو کې پر ننگرهار ولايت سربيره له لغمان ولايت څخه ورزشکارانو گډون کړی وو، چې په پايله کې يې ۵۰ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې او همدارنگه ننگرهار ورزشکارانو د زياتو برياوو په خپلولو سره لومړی مقام ترلاسه کړ.
دا سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوريو کې ترسره شوې او يوه ورځ يې دوام وکړ.
