زابل کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د بنج پريس سبک سيالۍ وشوې
د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د پاورلفټينگ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ۲۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفټينگ بنج پريس سبک ژمنۍ سيالۍ وشوې.
دا سيالۍ په ياد ولايت کې د پاورلفټنگ "بنج پريس سبک" ته د ودې ورکولو په موخه وشوې، چې په پايله کې خوشحال فاروقي لومړی مقام خپل کړ.
د يادونې وړ ده، چې دغو سياليو دوې ورځې دوام وکړ او په پای کې د ياد ولايت د ورزش آمريت له لوري غوره ورزشکارانو ته د بېلابېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
