د سنوکر دوه افغان ورزشکاران د سنوکر نړۍ والو سیالیو د ۳۲ غوره لوبغاړو پړاو ته ووتل

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۱:۲۵
د سنوکر دوه افغان ورزشکاران د سنوکر نړۍ والو سیالیو د ۳۲ غوره لوبغاړو پړاو ته ووتل

د سنوکر افغان ورزشکاران محمد رییس هوتک او محمد میر نورزي د سنوکر او بلیارد ۲۰۲۵ نړۍ‌وال جام سیالیو کې هر یوه خپلو عماني سیالانو ته د ۳ – ۰ میدانونو په توپیر ماته ورکړه او د ۳۲ غوره لوبغاړو پړاو ته ووتل.

دغو سالیو کې د افغانستان په استازولۍ درې ورزشکارانو، یوه روزونکي او یوه پلاوي ګدون لري.

یادې سیالۍ د عمان هېواد په کوربتوب په پلازمېنه مسقط ښار کې له ۳۰ ډېرو هېوادونو په ګډون د روانې میلادي میاشتي پر ۱۵مه پیل او تر ۲۳مې نېټې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۸
Background image

ننګرهار؛ مرکز کې د اتو لېسو په ګډون د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د پوهنې ریاست سره پهٔ ګډه همغږۍ، مرکز کې د اتو لېسو په ګډون د فوټسال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه کې میاعمر لوبډلې ٣ - ٠. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۲
Background image

کندوز؛ امام صاحب کې د ۲۲ لوبډلو په ګډون د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په امام صاحب کې د ٢٢ لوبډلو په ګډون د والیبال سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو پایلوبه کې موج های. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۱
Background image

سهار پخیر افغانستان!

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې لپاره لوبځای په بشپړ ډول چمتو دی!

دا سیالۍ به سبا سهار ٩:٠٠ بجې رسماً پیل شي.

🏟 کابل، د بدني روزنې او ورزش ٢٥٠٠ کسیز ورزشي جمنازیوم

BACK TO NEWS