غزني کې د نابینایانو فدراسیون استازولي پرانیستل شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۵:۰
غزني کې د نابینایانو فدراسیون استازولي پرانیستل شوه

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همغږۍ او مرسته په یاد ولایت کې د فوټبال ۱۲ کسیزې لوبډلې په جوړېدو سره د نابینایانو فدراسیون استازولي پرانیستل شوه.

په دغو مراسمو کې د نابینایانو فدراسیون د استازولۍ مسوولینو او د یاد ولایت ورزشي مسوولینو د شتون سربېره د دوو لوبډلو ترمنځ د فوټبال لوبه هم وشوه.

په دغه سیالۍ کې A لوبډلې خپلې سیالې B لوبډلې ته د ۱/ ۰ ګول په توپير ماتې ورکړه او بریا یې ترلاسه کړه.

د یادې نابینایانو استازولۍ موخه نابینایانو ته پام کول او د فعالیتونو پیاوړتیا و.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۹:۳
Background image

بلخ کې د ۱۲ ولايتونو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د ووشو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې له ۱۲ ولايتونو ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې.

دا سیالۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۴۰
Background image

لغمان کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري او د AWEC مؤسسې په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز مهترلام ښار کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۷
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست همغږۍ، د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د يادو سیالیو په پایله. . .

BACK TO NEWS