کابل کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو لومړی پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په مرسته د ورزش ادارې د ملي، سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو امریت له لوري د کابل ولایت د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو لومړی پړاو سیالۍ، چې تېره ورځ پيل شوې وې، پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ د لویانو ورزشکارانو په عمري کټګورۍ او په لسو بېلا بېلو وزني کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې ۴۰ غوره ورزشکاران وپېژندل شول.
د دغو سیالیو د پای په مراسمو کې د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق، د یادې ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدارڼ، مالي او اداري رئیس عبدالناصر هاشمي، د المپيکي چارو رئیس داد محمد پاینده اختري، د المپيک ملي کمېټې مرستیال باور خان هوتک، د کابل بدني روزنې او ورزش رئیس مولوي عتیق الله خالد، د فني او مسلکي ریاست سرپرست حمید الله صافي، د دعوت او ارشاد رئیس داد محمد بریال عطایي، د نشراتو رئیس اتل مشواڼي، د ملي، سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو امریت مسؤلینو او ورزشکارانو ګډون کړی وو.
د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته وده ورکول او په ملي او نړیواله کچه د ورزشکارانو ترمنځ سالمه انګېزه رامنځته کول و؛ د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.
