کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې شېر خان بندر لوبډلې خپلې سیالې جوانان امو لوبډلې ته د ۳/۲ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې ۲۱ ورځې یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې د کندز ورزشي ریاست له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.
