بلخ؛ بلخ ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ ترسره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۹:۳۴
بلخ؛ بلخ ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو پايلوبه کې اتحاد بلخ لوبډلې د یو پر صفر میدان په توپیر خپلې سیالې چهار بولک ځوانانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۶:۵۵
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د نادعلي ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ سلطان نورزي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۶:۵۳
Background image

ننگرهار؛ ښېوې ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د ښېوې ولسوالۍ په سيد جمال الدين لوبغالي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ناکامورا جام په نوم د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د ښېوې مرکزي لوبډلې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۶:۵۲
Background image

د سرپل مرکز کې د ۴۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د مرکز په بالاکینت کلي کې د ۴۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS