ننگرهار؛ ښېوې ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د ښېوې ولسوالۍ په سيد جمال الدين لوبغالي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ناکامورا جام په نوم د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د ښېوې مرکزي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د ښېوې او شامل مرکزي لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې په ښېوې مرکزي لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې يې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۵۷ منډو هدف کېښود، په ځواب کې شامل مرکزي لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۴۷ منډې وکړې او لوبه يې د ۹ منډو په توپير وگټله.
دا سيالۍ د لوبغاړو هڅونې په موخه وشوې، چې ۲۰ ورځې يې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته شاوخوا ۶۶ زره افغانۍ او د دويم مقام گټونکې لوبډلې ته ۳۳ زره افغانۍ ورکړل شوې.
