پکتیا کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د موتای سيالۍ وشوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۵:۸
پکتیا کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د موتای سيالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د موتای فدراسیون استازولۍ له لوري د مرکز گردېز ښار په ورزشي ستډیوم کې له درېيو ولايتونو د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د موتای دوستانه سیالۍ وشوې.

په دغو سیالیو کې له لوگر، پکتیکا او کوربه پکتیا ولایتونو څخه د نویو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوریو کې ورزشکارانو د يو بل پر وړاندې د سيالۍ ترسره کړې، چې په پایله کې پکتیکا لومړی، لوگر دویم او پکتیا بيا درېيم مقام خپل کړ.

د يادو سیالیو موخه د راتلونکو سیالیو ته د ورزشکارانو لا ښه چمتوالی وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

پکتیا؛ څمکنیو ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ او د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د څمکنیو ولسوالۍ په لنډي راعه کلي کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ د منگل منتخبې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۴:۲۳
Background image

زابل؛ شينکۍ ولسوالۍ کې د ۷۰ غېږ نيونکو ترمنځ د غېږ نيونې سيالۍ وشوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ملي او دوديزو لوبو مدیریت له لوري د ياد ولايت په شينکۍ ولسوالۍ کې د ۷۰ غېږ نيونکو ترمنځ د غېږ نيونې سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د شينکۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۳:۲۶
Background image

بغلان؛ مرکز پلخمري ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پلخمري ښار کې د ژمي جام په نوم د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال ګروپي سيالۍ پيل شوې. . .

BACK TO NEWS