زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۱۴:۵۴
زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ۲۰۲۵ کال د فوټبال ليگ سيالۍ، چې پنځه اوونۍ مخکې پيل شوې وې د مکتب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې مکتب لوبډلې خپلې سيالې مشال لوبډلې ته د ۳ پر صفر گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

د يادو سياليو موخه د غوره لوبغاړو موندل وو او په پای کې د ياد ولايت د ورزش آمريت له لوري اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او لوبغاړو ته ورزشي توکي ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۳۹
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پای کې ۳۰ تنو خپلو سیالانو ته په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۳۷
Background image

د فوټبال تر شلو کلونو کم عمره لوبډلې خپله دویمه لوبه هم بایلوده

د فوټبال تر شلو کلونو کم عمره ملي لوبډلې د مرکزي اسیا فوټبال اتلولي سیالیو کې خپله دویمه لوبه ازبکستان ته ته د ٢ - ٠ ګولونو په توپیر بایلوده.

افغان لوبډله به د دغو سیالیو درېیمه لوبه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۶:۴۶
Background image

پکتیکا؛ سر روضه ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په سر روضه ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د عصمت زاولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS