بامیانو کې د والیبال سیالۍ د یکاولنګ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د بامیانو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د یکاولنګ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې یکاولنګ لوبډلې خپلې سیالې کهمرد لوبډلې ته د ۳/۱ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یي خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د والیبال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.
