زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د استقلال او مینه وال لوبډلو ترمنځ پرته له ګول وهلو صفر- صفر مساوي پای ته ورسېده.
دا سیالۍ د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوې دي، چې ۱۲ ورځې به دوام وکړي.
