کابل کې د ۲۰۰ ووشوکارانو ترمنځ د ووشو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۴:۱
کابل کې د ۲۰۰ ووشوکارانو ترمنځ د ووشو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د ووشو ملي فدراسيون له لوري د کابل ولايت له ۵۰ کلبونو څخه د ۲۰۰ ووشوکارانو ترمنځ د دې فدراسيون په مرکزي جمنازيم کې د ووشو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې.

په دغه سياليو کې به ورزشکاران په درې عمري کټګوريو نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو کې د يو بل پر وړاندې د سيالۍ ډګر ته ښکته شي، چې په پايله کې به يې د نويو ځوانانو له کټګورۍ ۱۸ تنه، د ځوانانو له کټګورۍ ۱۶ او د لويانو کټګورۍ ۲۲ تنه د کابل ولايت په استازولۍ د افغانستان په کچه د ووشو راتلونکو مناسبتي سياليو ته غوره شي.

هېره دې نه وي، چې دغه سيالۍ د ووشو آسيايي سياليو کې د دوو مډال ګټونکو ووشوکارانو، محمد طه اسحاقي او نويد اکبري په وياړ د افغانستان په کچه د ووشو راتلونکو مناسبتي سياليو ته د کابل ولايت په کچه د غوره ورزشکارانو د موندلو په موخه پيل شوې، تر څو د کابل په استازولۍ په يادو سياليو کې ګډون وکړي، چې درې ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۹:۳۴
Background image

د افغانستان د پهلوانۍ لومړي پړاو ليګ کې د نندارچيانو پراخه ګډون!

دغه ليګ د لس لوبډلو ترمنځ د لومړي ځل لپاره دهېواد ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې روان دی، چې هره ورځ يې لیدو ته د مسولينو ترڅنګ ګڼ شمير نندارچيان ليدو ته ورځي او د خپلې خوښې لوبډله. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۹:۲۸
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۹:۲۵
Background image

هلمند؛ په ناوه ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سياليۍ پيل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند ټېب بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له‌ لوري، د ناوې ولسوالۍ په دښت سيمه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو سیالیو د. . .

BACK TO NEWS