کابل؛ د ورزش ادارې رهبري د پهلوانۍ د ځانګړو نمايشاتو وړاندې کوونکي ورزشکار ذبيح الله ځواک هلمندي سره وليدل

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۲۲:۱۴
کابل؛ د ورزش ادارې رهبري د پهلوانۍ د ځانګړو نمايشاتو وړاندې کوونکي ورزشکار ذبيح الله ځواک هلمندي سره وليدل

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست رهبرۍ د هلمند ولايت د موتای استاد او د پهلوانۍ د ځانګړو نمايشاتو وړاندې کوونکي ذبيح الله ځواک سره، د دې رياست په دفتر کې وليدل او د نوموړي وړتياوې يې وستايلې.

په دغه ليدنه کې د هېواد ورزش ادارې د عمومي رئيس ښاغلي، مولوي احمدالله وثيق سربېره، د دې ادارې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، مشاورينو، د بېلابېلو رياستونو رئيسانو او امرينو ګډون کړی و.

د دې ليدنې پر مهال ښاغلي مولوي احمدالله وثيق د پهلوانۍ د ځانګړو وړتياو لرونکي ورزشکار، ذبيح الله ځواک هلمندي، د وړتياو ستاينه وکړه او نوموړي ته يې د ورزش په برخه کې د هر ډول همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.

دغه راز نوموړي وويل، موږ تل کوښښ کوو، چې خپل ورزشکاران تشويق کړو، ترڅو دوی خپل استعدادونه او وړتياوې ښکاره کړي، په نړيوالو ډګرونو کې ولوبیږي او هېواد ته وياړونه راوړي.

ذبيح الله ځواک هلمندی د هلمند ولايت اوسيدونکی دی، چې د موتای ورزش سربيره، د پهلواني برخي ځانګړي نمايشات، لکه، د ورمېږ په مرسته د باروړونکي ټيلر موټر کشول، د دوه ۳۰۳ ډوله مسافر وړونکو موټرو راګرځول، د ټيلر موټر پر خپل بدن تيرول، د دوه موټر سايکلونو په خوله پورته کول او نورې ځانګړې وړتياوې لري، چې په ټولنيزو پاڼو کې يې ګڼ شمير ويډيوګانې خپرې شوې دي او ځانګړي مينوال لري.

د ويلو ده، چې د ليدنې په پای کې د هېواد ورزش ادارې نوموړی په ورزشي ډاليو ونازاوه او د ملاتړ ډاډ يې ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

پکتيکا؛ برمل ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ او د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په برمل ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د باچاخان ب لوبډلې په اتلولۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۳۳
Background image

پکتيکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ او د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مټاخان ولسوالۍ د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د مېر احمدزي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۱۰
Background image

پکتیا؛ په مرکز ګردېز کې د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو دوستانه سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند ووشو فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار ذوالفقار کلپ کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو دوستانه سیالۍ وشوې.

دغه سيالۍ. . .

BACK TO NEWS