کندز؛ چهار درې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په چهار درې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د نواباد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو په پایلوبه کې نواباد لوبډلې د ۲۱ پر ۱۰ نمرو په توپیر خپلې سیالې حاجي عصمت لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې،چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
