خوست کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز اړوند کنډیو صحرا سیمه کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د منګل اتفاق او پکتیا پینټرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه پکتیا پینټرز لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د پنځو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٨٠ منډو هدف وټاکه. منګل اتفاق لوبډلې د هدف په تعقیب کې د اوو ویکټو په زیان ١٤٠ منډې وکړې او د ٣٩ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوي دي، چې یوه میاشت به دوام وکړي.
