افغان کرکټ ملي لوبډله د پاکستان پر وړاندې د سيالۍ ډګر ته ښکته کېږي
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د درې اړخیزه کرېکټ سياليو په لومړۍ لوبه کې نن ماښام ( جمعه، د وږي ۷مه) ۰۷:۳۰ بجې د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کېږي.
په دغه درې اړخيزه لوبلړۍ کې د افغانستان، پاکستان او کوربه متحده عرب اماراتو کرېکټ ملي لوبډلې ګډون لري، چې لومړۍ لوبه به يې نن د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ياد هېواد په شارجه لوبغالي کې ترسره شي.
د ويلو ده، چې افغان اتلانو يادو سياليو ته د بشپړ چمتوالي په موخه له څو ورځو راهیسې تمرينات ترسره کړي او دغه لوبو ته يې ځان چمتو کړی دی.
