کابل کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د کبډي اتم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې
د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د د کبډي او خوسي ملي فدراسيون له لوري د کابل ښار د ۶ لوبډلو ترمنځ د هېواد ورزش ادارې په ۵۰۰ کسيز جمنازيم کې د کابل ولايت د صالوني کبډي اتم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې.
د دې سياليو د پيل په مراسمو کې د الميپک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د کبډي ملي فدراسيون فني او مسلکي مرستيال احمد پرويز احمدزي، ورزشي مسوولینو او ورزشکارانو ګډون کړی و.
د دغو سياليو لومړۍ لوبه د کابل ځوانانو او عقابان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې يې کابل ځوانانو لوبډلې خپلې سيالې عقابان لوبډلې ته ۴۸ ـ ۳۱ نمرو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د ويلو ده، چې يادې سيالۍ د کابل منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندلو په موخه پيل شوې، چې په پايله کې به يې ۱۲ تنه د کابل ولايت د کبډي منتخبې لوبډلې ته وټاکل شي.
