ننگرهار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز جلال اباد ښار په معلم اول گل ورزشي لوبغالي کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې.
په دغو سياليو کې د سهاک، يوسف زي، ياران، منديزي، پامير ستورو او اتلانو لوبډلو گډون کړی، چې په لومړۍ لوبه کې پامير ستورو لوبډلې خپلې سيالې منديزي لوبډلې ته د ۱ پر صفر گول په توپیر ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.
دا سيالۍ د لوبغاړو د هڅونې په موخه ترسره کېږي، چې نهه ورځې به دوام وکړي.
