هرات کې د ۱۵۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ دوستانه سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۲۱:۴۸
هرات کې د ۱۵۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ دوستانه سیالۍ ترسره شوې

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پهلوانۍ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په معلم صاحب عبدالغني ورزشي لوبغالي کې له ۴۲ کلبونو د ۱۵۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ دوستانه سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله کې صفي الله، عصت الله، میهن، امام الدین او عزت الله خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د اتلولۍ مقامونه خپل کړل.

دغه دوستانه سیالۍ هره اونۍ د ځوانانو او نویو ځوانانو ورزشکارانو ترمنځ د معلم صاحب عبدالغني په ورزشي لوبغالي کې د پهلوانۍ ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۱
Background image

ننګرهار؛ په چپرهار ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټيپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند ټیپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري په چپرهار ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ موټرسایکل جام سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۰
Background image

پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د سټار غوچ لوبډلې په اتلولۍ پای. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۹:۵۸
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ناوې ولسوالۍ په هزارسپ سيمه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ گروپي سيالۍ د پوپل. . .

BACK TO NEWS