هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۹:۵۸
هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ناوې ولسوالۍ په هزارسپ سيمه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ گروپي سيالۍ د پوپل ورونو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د پوپل ورونو او هلمند ستورو لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه پوپل ورونو لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې يې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۲۱۴ منډو هدف کېښود، په ځواب کې هلمند ستورو لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه کړ او لوبه يې وبللله.

دا سيالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه وشوې، چې شاوخوا يوه مياشت يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۲۱:۴۷
Background image

د فوټبال له ١٧ کلونو کم عمره لوبډلې له اندونیزیا لوبډلې ماته ومنله

د فوټبال له ١٧ کلونو کم عمره لوبډلې د ٢٠٢٧ اسیا جام ته د لار موندنې سیالیو په خپله درېیمه لوبه کې له اندونیزیا لوبډلې څخه د ٤ - صفر ګولونو په توپیر ماته وخوړه.

افغان لوبډلې خپله لومړنۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۲۱:۴۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۴۵ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د امام صاحب ولسوالۍ په ايسکي سيمه کې د ۴۵ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيمه ييزې سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۲۱:۴۱
Background image

کندز؛ کلباد ولسوالۍ کې د ۷۰ غېږنيونکو ترمنځ د غېږنيونې سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د ياد ولايت په کلباد ولسوالۍ کې د ۷۰ غېږ نيونکو ترمنځ د نويو استعدادونو موندلو په موخه د غېږنيونې سيالۍ وشوې.

په يادو سياليو کې پر. . .

BACK TO NEWS