ننگرهار کې د ۴۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

org_admin
جمعه ۱۴۰۴/۵/۳۱ - ۴:۱۴
ننگرهار کې د ۴۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز جلال آباد ښار په سراج المعارت بڼ کې د ۴۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په لومړۍ لوبه کې خوږياڼو منتخبې لوبډلې خپلې سيالې شگې سپين غر لوبډلې ته د ۲ پر صفر ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

دا سيالۍ د لوبغاړو د هڅونې او د نويو استعدادونو موندلو په موخه ترسره کېږي، چې لس ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۳:۴۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۱:۱۵
Background image

پکتيکا کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د سکېټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ملت پارک کې له درېيو لوبډلو ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سيالۍ وشوې.

د يادو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۱:۱۲
Background image

هلمند؛ نهرسراج ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نهرسراج ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ گروپي سيالۍ پيل شوې.

. . .

BACK TO NEWS