هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org_admin
جمعه ۱۴۰۴/۵/۳۱ - ۴:۶
هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز لښکرګاه ښار کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د امید ځوانانو او علي اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه علي اتلانو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٣١ منډو هدف وټاکه. امید ځوانانو لوبډلې ټاکلی هدف د دوو ویکټو په زیان د لوبې په نهم اور کې ترلاسه کړ او د اتو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو لومړۍ بریا خپله کړه.

دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې بوختیا په موخه پیل شوي دي، چې ٢٠ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۰:۱۱
Background image

تخار؛ دشت قلعه ولسوالۍ کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سیمه ييزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دشت قلعه ولسوالۍ کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سیمه ييزې سيالۍ پای ته ورسېدې.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۲۸
Background image

هلمند؛ په مرکز لښکر ګاه ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند ټیپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولايت د‌ مرکز لښکرګاه ښار اړوند اوومې حوزې کوچني کارېز سيمه کې د ځوانانو د يووالي په نوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۲۷
Background image

هلمند؛ په ناد علي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند ټیپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

BACK TO NEWS