پکتیا؛ په مرکز ګردېز ښار کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کېک بوکسېنګ سیالۍ وشوې

org_admin
جمعه ۱۴۰۴/۵/۱۷ - ۱۹:۵۸
پکتیا؛ په مرکز ګردېز ښار کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کېک بوکسېنګ سیالۍ وشوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند واکو کېک بوکسېنګ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ګردېز ښار المهدي ورزشي کلب کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کېک بوکسېنګ دوستانه سيالۍ‌ وشوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو او ځوانانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ۱۰ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۱۴
Background image

کونړ؛ سرکاڼو ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د سرکاڼو ولسوالۍ په پشد سيمه کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ چې شاوخوا يوه نيمه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۱۱
Background image

ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د کیوکوشین کراټې ۱۳ ورزشکارانو ته د ارتقأ کمربندونه ورکړل شول

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کراټې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د کیوکوشین کراټې ۱۳ تنو ته د ارتقأ کمربندونه ورکړل شول.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۴:۳۴
Background image

د هرات په کوربتوب د شپږو ولایتونو ترمنځ د فول رزم اتلولۍ سیالۍ وشوې

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فول رزم ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د غزني، زابل، کندهار، فراه، بادغیس او هرات ولایتونو د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د فول. . .

BACK TO NEWS