لغمان؛ عليشنگ ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې
د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د عليشنگ ولسوالۍ په صبرآباد کلي کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو لومړۍ لوبه د قلعه ټک او صافي آباد لوبدلو ترمنځ سره شوه. د لوبې پچه صافي آباد لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وگړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته د ۷۹ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې قلعه ټک لوبډلې ياد هدف د لوبې په وروستي اور کې ترلاسه کړ او د پنځو ويگټو په توپير يې بريا خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د ځوانانو لپاره د سالم مصروفیت برابرول او په يادې ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ لوبې ته وده ورکول دي، چې ۳۵ ورځې به دوام وکړي.
