د سنوکر افغان لوبغاړي صالح محمد محمدي د کويټ، بحرين او سکاټلنډ سيالانو ته ماته ورکړه او حذفي پړاو ته ووت

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۱۴:۱۶
د سنوکر افغان لوبغاړي صالح محمد محمدي د کويټ، بحرين او سکاټلنډ سيالانو ته ماته ورکړه او حذفي پړاو ته ووت

د افغانستان د سنوکر ملي لوبډلې لوبغاړي صالح محمد محمدي د سنوکر اتلولۍ د شپږ بالونو برخه کې خپل کويټې سيال ته د ۴ - ۱ نمرو، بحريني سيال ۴ - ۰ او سکاتلندي سيال ته د ۴ - ۳ نمرو په توپير ماته ورکړه او حذفي پړاو ته ووت.

دغه سیالۍ د ماسټر او شپږ بالونو په دوه جلا برخو کې ترسره کېږي، چې د افغانستان په استازولۍ له لویانو څخه صالح محمد محمدي او له نویو ځوانانو څخه احمد نعمان نعمان پکې ګډون لري.

یادې سیالۍ د ۲۵ هېوادونو په ګډون د روانې میلادي میاشتې پر ۱۳مه د بحرین هېواد په کوربه‌توب په مانامه ښار کې پیل شوي او د همدې میاشتې تر ۲۵مې نېټې به دوام وکړي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

هرات؛ د فوټبال ملي لوبډلې د پاتې ورزشکارانو عصریه ورکړل شوه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د رئیس مولوي احمد الله وثیق، د هرات ولایت د فوټبال فدراسیون د رئیس داکتر شاه رسول احراري، د هرات ولایت ورزشي رئیس مفتي عبدالرحیم رحماني او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۴:۹
Background image

هرات؛ د ورزش ادارې عمومي رئیس د فوټبال د روزونکو له B درجې کورس څخه لیدنه وکړه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق، ورسره مله پلاوي ورزشي مشاور ګلاب الدین خپلواک، د نشراتو رئیس او ویاند اتل مشواڼي په هرات ولایت کې د فوټبال له بي درجې کورس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۴:۶
Background image

رسنیز بلنلیک

رسنیز بلنلیک

BACK TO NEWS