پکتيکا کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۱:۱۲
پکتيکا کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مسواس سيمه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ، چې دوې ورځې يې دوام وکړ د ذهين لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د ذهين او ادريس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه ذهين لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پریکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته د ۱۶۲ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې ادريس لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره يواځې ۱۰۲ منډې وکړې او لوبه يې د ۶۰ منډو په توپير وبايلله.

د ويلو وړ ده، چې د دغو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول او له نشه يي توکو څخه يې ليری والی وو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۲۰:۳۱
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۳۵
Background image

پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې له ۴ ولايتونو ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د غزني آزادۍ کلب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۳۲
Background image

کابل کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي پنځم پړاو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د قوت الرمي ملي فدراسیون له لوري د ورزش ادارې په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د کابل ښار له ۱۰ کلبونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي. . .

BACK TO NEWS