بلخ ؛ شورتپه ولسوالۍ کې د ۸۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شورتپه ولسوالۍ کې د ۸۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو ورزشکارانو لوبې مساوي او ۳۰ کورشکارانو بیا خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او د ډالیو ګټونکي شول.
د یادو سیالیو موخه د کورش ورزش ته وده ورکول او خلکو ته یوه سالمه تفرېح برابرول و.
