د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس شمالي ولايتونو ته د سفر په دوام د کندز ولايت له کرکټ بورډ لیدنه وکړه

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۷ - ۱۵:۴۰
د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس شمالي ولايتونو ته د سفر په دوام د کندز ولايت له کرکټ بورډ لیدنه وکړهد المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس شمالي ولايتونو ته د سفر په دوام د کندز ولايت له کرکټ بورډ لیدنه وکړه

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق او ورسره پلاوي شمالي ولايتونو ته د خپل سفر په دوام د کندز ولايت له کرکټ بورډ لیدنه وکړه او د دغه ولايت د کرکټ له لوبغاړو او د يادې ادارې له مشر ميرويس اشرف سره يې وليدل.

ښاغلي وثيق د ياد ولايت لوبغاړو ته په سپارښتنه کې وويل، چې خپلې هڅې جاري وساتي او لکه د ملي لوبغاړو په شان هېوادوالو ته د خوښۍ ورکولو سبب جوړ شي او په راتلونکې کې له نړیوالو ډګرونو برياوې راوړي.

نوموړي همداراز په خپلو خبرو کې زياته کړه: ملي لوبغاړي هم ستاسو په څېر لوبغاړي وو، ممکن تر تاسو ورته کم امکانات برابر وو، خو د هغوی پرلپسې هڅې د دې سبب شوې، چې نن نړيوال ستوري دي، تاسو هم پوره هڅه وکړئ، چې هر يو بېل ستوری او د هېواد راتلونکی جوړ شئ.

همدارنګه ښاغلي مولوي احمدالله وثيق او ورسره پلاوي د کرکټ بورډ ادارې له مشر ميرويس اشرف سره وليدل او د کرکټ په ډګر کې يې د هغو بې درېغه هڅې وستايلې او ترڅنګ يې په نړيواله درجه بندۍ کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې د مخکې تګ مبارکي ورکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۱:۲
Background image

ارزگـان؛ خاص ارزگـان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ارزگـان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خاص ارزگان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۵۳
Background image

افغان ورزشکارانو د پاورلفټینګ نړۍ والو سیالیو کې شپږ مډالونه وګټل

د پاورلفټينگ افغان ورزشکارانو د " پاورلفټینک ٢٠٢٦ نړۍ وال جام سریز" سیالیو کې څلور د سرو زرو، یو د سپینو زرو او یو د برونزو مډال وګاټه.

له دغو مډالونو څخه فواد شرين سخن، جابر شرين سخن،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۴۹
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

BACK TO NEWS