ننګرهار؛ په جلال اباد ښار کې د ۱۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ ترسره شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۶ - ۱۲:۵۲
ننګرهار؛ په جلال اباد ښار کې د ۱۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د سوک وهنې ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز جلال اباد ښار اړوند د پنځمې ناحيې په ورزشي جمنازيوم کې د ۱۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د نارنج ګل په نوم د سوک وهنې سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ، د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ۹۰ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته د ماتې په ورکولو سره برياوې خپلې کړي.

د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۱۲:۳۶
Background image

هلمند؛ باباجي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په باباجي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د همت اتلانو لوبډ‌لې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۱۲:۳۳
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د محمد نسیم لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۱۲:۳۱
Background image

پکتیکا؛ ګیاني ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګیاني ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړ‎ۍ لوبه. . .

BACK TO NEWS