پکتیکا؛ ګیاني ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګیاني ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې سمال ټایګر لوبډلې د اوو ویکټو په توپیر خپلې سیالې شاهین سټارز لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
