نورستان؛ وایګل ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۴:۳۲
نورستان؛ وایګل ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د نورستان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د وایګل ولسوالۍ په جمامیش کلي کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د شاهین لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې شاهین لوبډلې خپلې سیالې نواباد لوبډلې ته د ۴/۳ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د فوټسال ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې درې ورځې یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۱:۲
Background image

ارزگـان؛ خاص ارزگـان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ارزگـان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خاص ارزگان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۵۳
Background image

افغان ورزشکارانو د پاورلفټینګ نړۍ والو سیالیو کې شپږ مډالونه وګټل

د پاورلفټينگ افغان ورزشکارانو د " پاورلفټینک ٢٠٢٦ نړۍ وال جام سریز" سیالیو کې څلور د سرو زرو، یو د سپینو زرو او یو د برونزو مډال وګاټه.

له دغو مډالونو څخه فواد شرين سخن، جابر شرين سخن،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۴۹
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

BACK TO NEWS