کندز؛ کلباد ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۴:۳۰
کندز؛ کلباد ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د کلباد ولسوالۍ په ايشان توپ سيمه کې د لسو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د گرگري لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دغه سيالۍ چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پايلوبه کې گرگري لوبډلې خپلې سيالې اسد الله رحيمي لوبډلې ته د ۱۵ پر ۹ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

د ويلو وړ ده، چې د يادو سیالیو په موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او د يادې ولسوالۍ وگړو لپاره د يوې سالمې تفريح برابرول وو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۹:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۹ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت دبدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۹ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د بارک اتلانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۹:۳
Background image

په پکتیا کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفټېنګ ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د پاورلفټېنګ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار، شاروالۍ پارک کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفټېنګ ټاکنیزې سیالۍ. . .

BACK TO NEWS