پکتیکا؛ په زیړوک ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د بيت الله لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۴:۱۵
پکتیکا؛ په زیړوک ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د بيت الله لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت زيړوک ولسوالۍ په رژاڼه سيمه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د اختر په مناسبت د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ، چې ۱۲ ورځې مخکې پيل شوې وې د بيت الله لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د بيت الله او غلچکۍ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، بيت الله لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۱۳۱ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د غلچکۍ لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۰۱ منډې جوړې کړې او د ۲۹ منډو په توپير يې لوبه وبایلله.

د يادو سياليو موخه په لېرې پرتو سيمو کې ورزش ته وده ورکول وو،

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۹:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۹ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت دبدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۹ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د بارک اتلانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۹:۳
Background image

په پکتیا کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفټېنګ ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د پاورلفټېنګ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار، شاروالۍ پارک کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفټېنګ ټاکنیزې سیالۍ. . .

BACK TO NEWS