پکتیکا؛ مرکز شرنه کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د محمدخېلو په سېمه کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د اختر په مناسبت د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د عطا الله لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د غو سياليو پايلوبه د عطا الله او محمد خېل الف لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې عطا الله لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو اوه اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته ۹۶ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د محمد خېل الف لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۵۰ منډې جوړې کړې او د ۴۵ منډو په توپير يې لوبه وبایلله.
د يادو سياليو موخه د نشه یې توکو څخه د ځوانانو لېرې والی او د سالمې تفريح برابرول وو، چې لس ورځې دوام وکړ او پای لومړي مقام ګټونکي لوبډلې ته يو عراده موټر سايکل ورکړل شوې.