دایکندي کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د یاران مهدي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۷ - ۲۱:۴۳
دایکندي کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د یاران مهدي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په خدیر ولسوالۍ کې د کوچني اختر د نمانځلو په موخه د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، چې یوه اونۍ مخکې پيل شوې وې د یاران مهدي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې یاران مهدي لوبډلې خپلې سیالې خدیر منتخبې لوبډلې ته د ۳/۱ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د روژې مبارکې میاشتې او د کوچني اختر نمانځل و؛ د سیالیو په پای کې غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۰:۱۳
Background image

جوزجان کې د فوټسال لومړی پړاو سیالۍ د افغان کلب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون او د فوټسال کمېټې د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ورزشي جمنازیوم کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال لومړی پړاو سیالۍ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۹:۴۵
Background image

ننګرهار؛ ښېوې ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ښېوې ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سجاد لوبډلې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۹:۴۴
Background image

پکتیکا؛ برمل ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ لهدلوري د یاد ولایت په برمل ولسوالۍ کې د لسږ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د منصوري لوبډلې په اتلولي پای ته. . .

BACK TO NEWS