هلمند؛ په ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۳۴ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام پنځم پړاو د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د ګرمسير ولسوالۍ په صفار حوزه کې د ۳۴ لوبډلو ترمنځ د معراج په نوم د رمضان جام پنځم پړاو ګروپي شپنۍ سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې خپلواک ياران لوبډلې خپلې سیالې فاتح افغان لوبډلې ته د ۴/۳ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې ترلاسه کړه.
د يادو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ د يووالي رامنځته کول دي، چې د روژې د مياشتې تر ۲۸ پورې به دوام وکړي.