کندز؛ په دشت ارچي ولسوالۍ کې د ١٠ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۸ - ۱۴:۴۴
کندز؛ په دشت ارچي ولسوالۍ کې د ١٠ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د‌ کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د جمع رجب قرلق لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې جمع رجب قرلق لوبډلې خپلې سیالې تاجک قشلاق لوبډلې ته د ۱/۰ ګولونو په توپير سره ماتې ورکړه او اتلولي يې وګټله.

د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول و، چې ۱۲ ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۴:۳۷
Background image

زابل؛ ارغنداب ولسوالۍ کې د ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د تيږې اچوونې سيالۍ وشوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې د ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د تيږې اچوونې سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ، چې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۳:۲۴
Background image

د افغانستان د سوکوهنې ملي فدراسيون يوولس کسيزه لوبډله ايران هېواد ته روانه شوه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د سوکوهنې ملي فدراسيون ۱۱ کسيزه ملي لوبډله ( ۷ لوبغاړي او يو څلور کسیز پلاوی) د سوکوهنې پهلوان پوريای ولی جام لومړي پړاو نړيوالو سياليو کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۳:۱۴
Background image

غور؛ شهرک ولسوالۍ کې د ۴۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې

د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو مدیریت له لوري د یاد ولایت په شهرک ولسوالۍ کې د ۴۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو. . .

BACK TO NEWS