لغمان؛ په الينګار ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۱۳:۲۵
لغمان؛ په الينګار ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د الينګار ولسوالۍ په نيازي شيخانو کلي کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د کندې منتخبې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې د کندې منتخبې لوبډلې خپلې سیالې عاطف کلب لوبډلې ته د ۳/۰ ميدانونو په توپير سره ماتې ورکړه او اتلولي يې وګټله.

د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول و، چې ۱۴ ورځې يې دوام وکړ، په پای کې غوره لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۳:۴۴
Background image

کندز کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قچي سيمه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې دوې مياشتې مخکې پيل شوې وې، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۳:۴۰
Background image

هرات؛ رباط سنګي ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په رباط سنګي ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې.

د دغو سیالیو په پایلوبه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۱:۴۴
Background image

زابل؛ په شاجوی ولسوالي کې د ۴۵ ورزشکارانو تر منځ دفول رزم سیالۍ تر سره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فول رزم فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د درې کلبونو د ۴۵ ورزشکارانو ترمنځ د نويو ځوانانو او ځوانانو په عمري. . .

BACK TO NEWS