کندوز کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال ټاکنيزې سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳۰ - ۱۱:۳۷
کندوز کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال ټاکنيزې سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندوز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د والیبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د ۱۶ لوبدلو ترمنځ د والیبال ټاکنيزې سیالۍ د زاخېلو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د زاخېلو او کندوز اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې زاخېلو لوبډلې د ٣/٢ میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

دا سیالۍ د کندز ولایت د والیبال غوره لیګ سیالیو ته د غوره ورزشکارانو د ټاکلو په موخه ترسره شوې، چې څلور ورځې یې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه، د والیبال توپونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۵
Background image

زابل، شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې پاک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۲
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د عزیزي اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۴:۳۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال B گروپ سيالۍ چې دوې مياشتې مخکې پيل. . .

BACK TO NEWS