غزني؛ خواجه عمري ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د فقیري لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۳:۵۱
غزني؛ خواجه عمري ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د فقیري لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په خواجه عمري ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، چې یوه میاشت مخکې پيل شوې وې د فقیري لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې فقیري لوبډلې خپلې سیالۍ قریشي لوبډلې ته د ۳/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د ورزشکارانو ترمنځ یووالی رامنځته کول او د غوره لوبغاړو موندل و.

د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې ټایلنډ ته سیالي بایلوده

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام په نوم سیالیو کې خپله لومړۍ سیالي کوربه ټایلنډ ته د ۱ - ۶ ګولونو په توپیر بایلوده.

دغه سیالۍ کې د افغانستان لپاره یوازنی ګول محمد مرادي وواهه.

افغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۵:۴۲
Background image

د بامیان ولایت په کوربتوب کې د هېواد د اتو ولايتونو ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسينګ وشوې

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کيک بوکسينګ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کوربتوب د هېواد د اتو ولايتونو د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسينګ په واکو سبک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۵:۳۶
Background image

ميدان وردګ؛ جغتو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردګ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د یاد ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ډاکتر دولتزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS