زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ ورزشي نندارې ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکاران ترمنځ ورزشي نندارې ترسره شوې.
دغه ورزشي نندارې د جمناستک، فول رزم، کراټې او کېک جتسو په برخه کې ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
دا سیالۍ د سیمې د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح په موخه ترسره شوې او په پای کې ورزشکارانو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.