کونړ؛ څوکۍ ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې
د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ او د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د څوکۍ ولسوالۍ اړوند ډنډې قلعه سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو پيليزه لوبه د پامير او ځوانانو لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه پامير لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۹ اورونو کې يې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۱۵ منډو هدف کېښود، په ځواب کې ځوانانو لوبډلې ياد هدف په ۸م اور کې ترلاسه کړ او لوبه يې د ۵ ويکټو په توپير وگټله.
دا سيالۍ د لوبغاړو ترمنځ د يووالي په موخه ترسره کېږي، چې شاوخوا ۲۰ ورځې به دوام وکړي.
