کونړ؛ مرکز شګۍ کې د ټېپ بال کرکټ نهم پړاو سیالۍ پیل شوې
د کونړ ولایت د ورزشي آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز شګۍ سیمه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ نهم پړاو سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د سراج محمدي او عطأالرحمن مومند لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پیل کې د عطأالرحمن مومند لوبډلې توپوهنه وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۹۳ منډو هدف وټاکه. د عطأالرحمن مومند لوبډلې یاد هدف د دوه لوبغاړو په سوځیدو سره ترلاسه کړ او لوبه یې د ۸ ویکټو په توپیر وګټله.
د یادونې وړ ده چې دغه سیالۍ به ۴۵ ورځې دوام وکړي.
