کندهار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې
د کندهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د څلورو ولايتونو ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د کندهار علیشنګ ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
په يادو سياليو کې له کندهار، هلمند، ارزګان او زابل ولایت څخه لوبډلو ګډون کړی وو، چې په پايلوبه کې کندهار عليشنګ ځوانانو لوبډلې خپلې سيالې هلمند منتخبې لوبډلې ته د ۳-۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
دا سيالۍ واليبال ورزش ته د ودې ورکولو او د نويو استعدادونو موندلو په موخه وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
