کندهار کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ رمضان جام په نوم د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۴ - ۱۱:۳۰
کندهار کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ رمضان جام په نوم د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

کندهار کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ رمضان جام په نوم د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز عینو مینې ښارگوټي کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د فوټبال سیالۍ د روح الله فضل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې روح الله فضل لوبډلې خپلې سیالې سليمي لوبډلې ته د ۱/۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وګټله.

دغه سيالۍ د روژې مياشتې په مناسبت ترسره شوې، چې شاوخوا ۲۰ ورځې يې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ کپ او غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۲۰:۳۱
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۳۵
Background image

پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې له ۴ ولايتونو ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د غزني آزادۍ کلب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۳۲
Background image

کابل کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي پنځم پړاو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د قوت الرمي ملي فدراسیون له لوري د ورزش ادارې په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د کابل ښار له ۱۰ کلبونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي. . .

BACK TO NEWS