کندز کې د افغانستان د زونونو د فوټبال اتلانو سیالۍ پيل شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۴:۵۲
کندز کې د افغانستان د زونونو د فوټبال اتلانو سیالۍ پيل شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په سپین زر ورزشي چمن کې د کندز ولایت په کوربتوب د شپږو لوبډلو ترمنځ د افغانستان د زونونو د فوټبال اتلانو سیالۍ پيل شوې.

د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې هرات شمس کولا لوبډلې خپلې سیالې جوزجان مډرن کلب لوبډلې ته د ۴/۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د ۲۰۲۵ کال د هېواد د اتلانو لیګ ته د غوره لوبډلې موندل دي، چې لس ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۲۷
Background image

نيمروز؛ چخانسور ولسوالۍ کې د ورزشي جمنازيوم د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د نيمروز ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ او د برادران نورزاد شرکت له لوري د ياد ولايت په چخانسور ولسوالۍ کې د ۲۰۰۰ متره مربع په ځمکه کې د ورزشي جمنازيوم د بنسټ ډبره کېښودل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۲۰
Background image

پروان؛ سرخ پارسا ولسوالۍ کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سرخ پارسا ولسوالۍ کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې دوې اوونۍ مخکې پیل شوې وې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۱۸
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سیالۍ وشوې.

د يادو. . .

BACK TO NEWS