کندز ؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۷:۵۵
کندز ؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د امام صاحب ولسوالۍ ورزشي مديريت او د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د امام صاحب ولسوالۍ په باسوس شهرک کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې خراسان باسوس لوبډلې په پنالټيو کې خپلې سيالې مراد شېخ لوبډلې ته د ۶/۵ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د ځوانانو په ذهن کې د سالمو کړنو انګېزه اچول او خلکو ته يوه سالمه تفرېح برابرول و.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۴:۲۷
Background image

کابل؛ د مرحوم عبدالحی عزيز پور په ياد کې د سوک وهنې دوستانه سیالۍ پيل شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د سوک وهنې ملي فدراسيون له لوري د ياد فدراسيون په ورزشي جمنازيوم کې د کابل ولايت له څلورو زونونو او درېوو ولسواليو څخه د ۱۲۰ سوک وهونکو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۴:۲۵
Background image

کابل کې د فني او مسلکي ریاست رئيس او د غير المپيکي فدراسیونونو د مسوولينو ترمنځ د همغږۍ ګډه ناسته ترسره شوه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د فني او مسلکي ریاست د رئیس محمد يوسف افتخار او د بېلابېلو غير المپيکي ورزشي فدراسیونونو د استازو او مسولينو ترمنځ د همغږۍ ګډه ناسته د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

دکندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږي د یاد ولایت په قله زال ولسوالۍ کې د واده په مناسبت د پنځو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې عبدالله. . .

BACK TO NEWS